LYRIC

که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم
Ka mai Sok Pa Faqeeri Shameeri Faqeer Yam

که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم
Ka Mai Sook Pa Ameeri Shmeeri Ameer Yam

د دلبرو صدقې لره يې غواړم
Da Dilbaro Sadqi Lara Ye Ghawaram

هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
Hase Na Che Pa Duniya Pase Zaheer Yam

د خرقې خدمت مشکل دی او که نه وي
Da Kharqi Khidmat Mushkil Di ao Ka na Wi

زه هر دم ودغې چارې وته خير يم
Za Har Dam Wa Daghi Chaari Wata Khair Yam

هم پند اخلم هم پند وايم وهر چا ته
Hum Pand Akhlam Hum Pand Wayam da Har Cha Ta

زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم
Za da Zayno Yam Mureed Da Zayno Peer Yam

په هجران کې د يار خيال راسره مل دی
Pa Hijran Key Da Yaar Khiyaal Rasara Mal Di

په زندان کې له يوسف سره اسير يم
Pa Zindan Ki La Yousaf Sara Aseer Yam

له عالمه پټ پنهم د ځان په وير يم
La Alama Pat Panham D Zaan Pa Veer Yam

ازادي تر دا په هورته نوره څه ده؟
Azaadi Tar Da Pa Hur Ta Nur Sa Dha?

چې بندي د يار د زلفو په زنځير يم
Che Bandi Da Yaar Da Zalfo Pa Zanjeer Yam

خوشالي تر دا په هورته بله کومه
Khushaali Tar Da Pa Hor Da Bala Kawoma

چې مدام په خپل اشنا پسې زهير يم
Che Mudaam Pa Khpal Ashna Pase Zaheer Yam

چې همېش په غوږ نارې د هجران اورم
Che Hamesh Da Ghwag Nari Da Hijran Awram

رحمان ځکه د خپل يار ومخ ته ځير يم
Rehman Zaka Da Khpal Yaar o Makh Da Zair Yam

خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
Khushaala o Dolata Mai Ghulamaan Di

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
Za Rehman Pa Pashto Zaba Alamgir Yam


Added by

wsikandari

SHARE

We appreciate your comments

ADVERTISEMENT